نظري: اسلامي امارت د تعامل او دیپلوماسۍ د لوړو څوکو فتح کولو کې دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، اسلامي امارت د تعامل او دیپلوماسۍ د لوړو څوکو فتح کولو کې دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه متحده عربي اماراتو ته د سرپرست دولت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ د تللي پلاوي سفر ته په اشارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: اسلامي امارت د تعامل او دیپلوماسۍ د لوړو څوکو فتح کولو کې دی.

نظري وویل: د اسلامي امارت د نظام مشران د کار، عمل، خدمت، پاکۍ او صداقت خاوندان دي، چارواکي د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي او ملي ګټې د تامین لپاره شپه او ورځ نه پېژني.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقانی په مشرۍ پلاوړي د متحده عربی اماراتو سره اته تړونونه لاسلیک کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .