AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶ ۱۱:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85499268
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د خوند له مخې د افغانستان زعفران د نهم ځل لپاره په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۶ مه په خپله رسمي پاڼه کړی، چې افغان زعفرانو د نهم ځل لپاره د خوند له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې افغان زعفران د هرات د زعفرانو د نمونې له لابراتواري ازموینې وروسته د بلجیم د ذوق په نړیوال انسټیټیوټ کې د نهم ځل لپاره د خوند له پلوه لومړی مقام او نوم (Superior Taste) وګټله.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې هر کال د زعفرانو کیفیت له ټولو زعفرانو تولیدونکو هېوادونو څخه د بلجیم د چکچکو په نړیوال انستیتیوت کې ازمویل کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د زعفرانو نړیوال انستیتیوت په بلجیم کې موقعیت لري، چې هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د خوراکي توکو محصولات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ارزوي، چې د یاد شوي انسټیټیوټ د ارزونو له مخې د افغانستان زعفران د خوند له پلوه تر ټولو غوره نمرې ترلاسه کړي دي. 

خبرپاڼه کې زیاته شوې زعفران د افغانستان يو له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه دى چې د کرنې وزارت د احصايې او کرنې رياست د معلوماتو له مخې په ١٤٠٢ کال کې په ټوليزه توګه په ٨ زره ٣٠٤ هکتاره ځمکه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې کرل شوي وو، چې ۲۳۲۴۹ مټریک ټنه زعفران تولیدل شول چې له دې جملې څخه یوازې له هرات ولایت څخه ۲۲۲۴۰ مټریک ټنه راټول شوي وو.

د نندارتونونو جوړول، د زعفرانو د پیازو ویش، د پروسس او بسته بندۍ تجهیزات او د تخنیکي او مسلکي لارښوونو برابرول هغه کارونه دي چې د کرنې وزارت د زعفرانو د کروندګرو لپاره ترسره کړي او هڅه کوي چې دغه فعالیتونه زیات کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .