AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶ ۱۰:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85499123
T T
۰ Persons

Tags

د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او استخباراتو عمومي رییس اماراتو ته تللي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او استخباراتو عمومي رییس د سفر خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۶ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د کورنیو چاورو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني چې د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق هم ورسره و د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

مجاهد لیکلي: د اسلامي امارت دغه پلاوي د متحده عربي اماراتو له امیر شیخ محمد بن زاید سلطان آل نهیان سره په ابوظبۍ کې لیدنه کړې ده.

د افغانستان د سرپرست دولت ویاند د دغه سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د سرپرست دولت د لوړ پوړو چارواکو سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني هم په اماراتو کې دی.

ځینو رسنیو ادعا کړې، چې. سراج الدین حقاني، انس حقاني او د استخباراتو عمومي رییس له اشرف غني سره لیدلي، خو د سرپرست دولت ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .