د فلسطین په اړه د امام خمیني (ره) ۵۰ کاله وړاندې وړاندوینه د تحقق په حال کې ده

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي انقلاب مشر وايي، د فلسطین په اړه د امام خمیني (ره) ۵۰ کاله وړاندې وړاندوینه د تحقق په حال کې ده.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي انقلاب مشر حضرت آیت الله سید علي خامنه اي نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه د ایران اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خمیني د ۳۵ تلین په مراسمو کې په تهران کې د وینا پر مهال و ویل: د فلسطین په اړه د امام خمیني (ره) ۵۰ کاله وړاندې وړاندوینه د تحقق په حال کې ده.

ښاغلي څرګنده کړه: د طوفان الاقصی معجزانه عملیاتو په سیمه او اسلامي نړۍ د تسلط لپاره د دښمنانو د پراخو پلانونو په شنډولو او د غزې د خلکو د ایمان او د ستاینې وړ دریځ په رڼا کې صهیونیسټ رژیم د تباهۍ په لاره کې اچولی دی، نیواکګر رژیم د نړۍ د سترګو په وړاندې د ویلي کېدو په حال کې دی.

د ایران اسلامي انقلاب مشر و ویل: امام خمیني د اسلامي نهضت د لومړۍ ورځې له پیل څخه پر فلسطین تکیه کړې وه او په پوره څرکتیا سره یې د فلسطین د ملت راتلونکې وړاندوینه کړې وه، چې د امام دغه روښانه وړاندوینه په تدریجي ډول د تحقق په حال کې ده.

هغه د اسلامي غورځنګ په پیل کې د ظالم او جابر طاغوتي رژیم د ړنګېدو او د شوروی د واکمنۍ په دوران کې د کمونیست رژیم د نسکورېدو وړاندوینه د امام خمینی(رح) د خاصو بصیرتونو دوه نور مثالونه وبلل.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د موافقې په خبرو اترو کې د دلچسپي نشتوالی، د عمل په ډګر کې د فلسطین د ملت شتون او ورڅخه د نړۍ د ټولو ملتونو په تېره بیا د مسلمانو ملتونو ملاتړ د فلسطین د بریا لپاره د امام د نظریاتو لنډیز وباله او زیاته یې کړه: دا سترې پیښې اوس د پوره کېدو په حال کې دي.

ایت الله خامنه ای د طوفان الاقصی عملیاتو له امله د صهیونیست رژیم د چوکۍ په کونج کې بند پاتې کېدو ته په اشارې سره و ویل: که څه هم امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه د دغه رژیم ملاتړ ته دوام ورکړی دی خو هغوی پوهېږي چې د اشغالګر رژیم د ژغورنې لپاره کومه لار شتون نه لري.

د ایران اسلامي انقلاب ستر رهبر د سیمې مهمې اړتیاوې او د جنایتکار رژیم لپاره د بنسټیز ګوزار اچول د طوفان الاقصی عملیاتو له دوو مهمو ځانګړنو څخه وبلل زیاته یې کړه: امریکا، د صهیونیستي نړیوال سازمان عناصر او په سیمه کې ځینې حکومتونو د صهیونیست رژیم او د سیمې د حکومتونو ترمنځ د اړیکو او معادلو د بدلولو لپاره یو ستر او مفصل پلان طرحه کړی وو، ترڅو صهیونیست رژیم او د سیمې د دولتونو تر منځ د خپلې خوښې وړ نظر پر اساس د لويديځې اسيا او ټولې اسلامي نړۍ په سیاست او اقتصاد باندې د صهیونیسترژیم د تسلط لپاره زمینه برابره کړي.


نوموړي زیاته کړه: دغه ناوړه پلان د عملي کېدو شیبې ته ډېر نږدې وو کله چې د الاقصی معجزه طوفان پیل شو او د امریکا، صهیونزم او د هغوی د پلویانو ټول پلانونه ټوټه ټوټه شول په هرصورت، د تېرو 8 میاشتو پیښو سره، د دې پلان د بیا راژوندي کېدو لپاره هېڅ هیله نشته.

آیت الله خامنه ای د یوویشتمې پیړۍ د بدلون لپاره د طوفان الاقصی د قدرت په هکله د لوېدیځ د شنوونکو خبرو ته په اشارې سره زیاته کړه: نور شنوونکي او تاریخ پوهان هم د دغه رژیم ګډوډۍ او چکر ته په اشارې سره، د بیرته ستنیدا څپې ته اشاره کوي، د نیواک شویو سیمو د اوسېدونکو په ساتنه کې د صهیونیستي پروژې د پای ته رسېدو په اړه یې ټینګار وکړ او وېې ویل، نړۍ د صهیونیستي رژیم د ختمېدو په درشل کې ده.

حضرت آیت الله خامنه ای هم د دغه هېواد د شهید ولسمشر له ځانګړنو او خدمتونو او د خدمت د شهیدانو په جنازه کې یې د ملت د معنوي او پراخ شتون ستاینه وکړه ویې ویل: د راتلونکو خورا مهمو ټاکنو کیسه د دغه هېواد د ولسونو د تاریخ د بشپړتیا سبب کېږي. ملت د خدمت د شهیدانو په غیاب کې او د خدای ج په دربار او په ټاکنیزو سیالیو کې د ولس د لوړو رایو او د اخلاقو په حاکمیت کې به یو کارمند، فعال، پوه او د انقلاب په اصولو باور لرونکی ولسمشر وټاکل شي، چې ورسره به د ملت اقتصادي او کلتوري ګټې په سیمه او نړۍ کې خوندي او تامین شي.

هغه زیاته کړه: د دغه ګران (د ایران د مرحوم ولسمشر) له لاسه ورکولو وروسته ما ولیدل چې تقریباً ټولو اخبارونو او مطبوعاتو او په مجازی فضا کې د مختلفو جریانونو خلکو د هغه په اړه خبرې او ستاینه کوله، د هغه د ژوند په اوږدو کې دوی د دې کلمو یوه کلمه هم ویلو ته چمتو نه وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .