د طبي علومو پوهنځي د محصلینو له خوا د طبي وسایلو ۲۹ پایې ترمیم شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت د کابل د طبي علومو پوهنتون د محصلینو له خوا د طبي وسایلو د ۲۹ وسایلو د بیا رغولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د لوړو زده کړو وزارت چارواکو نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې د کابل پوهنتون د طبي انجینرۍ څانګې له خوا د طبي وسایلو ۲۹ وسایل بېرته فعال شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د١٤٠٣ کال له پيل څخه تراوسه پورې د کابل د طبي علومو پوهنتون د طبي انجنيرۍ څانګه توانېدلې، چې د دغه پوهنتون د کارکوونکو په روغتونونو کې د طبي وسايلو او تجهيزاتو څه د پاسه ٢٩ وسایل، چې له کاره لوېدلي وو بېرته ورغوي.

د ایرنا د خبر له مخې، تېر کال د کابل د طبي علومو پوهنتون د طب انجینرۍ څانګه له دوه کلنې کمیونیټي کالج څخه د لیسانس په کچه د محصلینو د روزلو او د لازمو مهارتونو ته لوړه شوې د، په پام کې نیول شوې ده په روغتونونو کې د طبي تجهیزاتو ترمیم ته هم په وخت رسېدنه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .