کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په یوه خببءپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د ریل پټلۍ ادارې رییس مولوي بخت الرحمن شرافت او د دغه وزارت معین د افغانستان په استازولۍ د منځني ختیځ د سیمه ایز فورم (UIC) په کلنۍ غونډه کې چې افغانستان یې هم غړیتوب لري، په اردون ګډون وکړ.
خبرپاڼې زیاته کړې، په دې پروګرام کې د غړو هېوادونو استازو د اورګاډي د خدمتونو د معياري، ډيجيټل او الکترونيکي کولو او د نويو مخابراتي او ارتباطي سيستمونو د معرفي کولو په باب خبرې وکړې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې د غړو هېوادونو استازو په بندرونو کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر چټکتیا او زیاتوالي، د سیسټمونو پر الکترونیکي کېدو ټینګار وکړ ویې ویل، د اورګاډي کرښې ته باید زیاته پاملرنه وشي، تر څو د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د اورګاډي پټلۍ په جوړولو سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.
د ټولګټو وزارت چارواکي زیاته کړه، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د اورګاډي پټلۍ په جوړولو سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړي.
د پيغام پای/
Your Comment