AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰ ۱۲:۴۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85494347
T T
۰ Persons

Tags

سږ کال د ایران د غنم تولید ۱۴.۵ میلیون ټنو ته رسېږي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰ ۱۲:۴۴
News ID: 85494347
سږ کال د ایران د غنم تولید ۱۴.۵ میلیون ټنو ته رسېږي

کابل- ایرنا- د امریکا د کرنې وزارت وړاندوینه کړې چې سږ کال به د ایران د غنم تولید د ۵۰۰ زره ټنه په ودې سره ۱۴ میلیونه او ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران د کرنې وزارت چهارشنبې په نړۍ کې د غلو دانو د تولید او سوداګرۍ د وضعیت په اړه وړاندوینه کړې او ویلي یې دي، د تېر په پرتله به سږ کال به د ایران د غنم تولید د ۵۰۰ زره ټنه په ودې سره ۱۴ میلیونه او ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د ایران د غنمو تولید د ۸۰۰ زره ټنو په زیاتوالي سره ۱۴ میلیون ټنو ته رسېدلی وو.

د نړۍ د غنم تولید به هم سږ کال د ۱۱ میلیون ټنه په زیاتوالي سره ۷۹۸ میلیون ټنو ته ورسېږي.

ایران په نړۍ کې د غنم د تولید یوولسم لوی هېواد

ایران به سږ ۲۰۲۴ ام کال د ۱۴ میلیونه او ۵۰۰ زره ټنو غنمو په تولید سره د نړۍ د لویو غنمو تولیدونو په لیکه کې یولسم ځای خپل کړي.

چین به د ۱۵۰ میلیون ټنه غنمو په تولید سره په نړۍ کې تر ټولو ستر تولیدونکی وی، اورپايي ټولنه د ۱۳۲ میلیون ټنه او هند د ۱۱۴ میلیون ټنه په تولید سره په دوېیمه او درېیمه درجه کې ځای ولري.

روسیه، کاناډا، پاکستان، استرالیا، اوکراین، ترکیه او ارجنټاین به یو په بل پسې په څلورمه او لسمه درجه کې ځای ونیسي.

دغه راز به ایران د اوربشو په تولید کې په ۲۰۲۴ ام کال کې په نړیواله کچه نهم ځای ولري، اروپايي ټولنه د ۵۴ میلیون ټنه په تولید سره په نړۍ کې په لومړۍ درجه وي.

د دغه راپور له مخې، ایران تېر کال ۱ میلیون او ۹۰۰ زره ټنه وربشې وارد کړې او اټکل کېږي چې سږ کال به ۱ میلیون ۲۰۰ زره ټنه وربشې ایران ته وارد شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .