AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰ ۱۲:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85494289
T T
۰ Persons

Tags

د بامیان ولایت څخه ۲۰ زره ټنه «جست» وپلورل شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰ ۱۲:۱۲
News ID: 85494289
د بامیان ولایت څخه ۲۰ زره ټنه «جست» وپلورل شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ څخه د ۲۰ زره ټنه جستو د پلور خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن پنشنبې د غبرګولي ۱۰ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالس څخه ۲۰ زره ټنه جست د ۷ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د دواطلبۍ پروسې له لارې وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په هېواد کې پر کاني زېرمو د پانګونې لپاره د رامنځ ته شوو اسانتیاوو په اړه خبلې وکړې زیاته یې کړه: په هېواد کې د لویو او وړو پروژو په پلي کولو سره ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او دا لړۍ دوام لري.

د کانونو وزارت د معلوماتو پر اساس د بامیانو د ۲۰ زره ټنه جستو د پلور په دواطلبۍ کې ۳۱ شرکتونو ګډون کړی و، چې وکیلي لمېټډ شرکت د ۳۹۰ زره امریکايي ډالرو په بیه د یو ټن پېرلو سره د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل د جستو ګټونکی اعلان شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .