د فلسطین د رسمیت پیژندلو په اړه د دریو اروپايي دولتونو د پریکړې هرکلی کوو

کابل- ایرنا- د افغانستان د مخکني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پیژندلو په اړه د ایرلنډ، ناروې او هسپانیې د حکومتونو د پریکړې هرکلی وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پخواني افغان حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: موږ د هسپانیا، ایرلنډ او ناروې د مشرانو او حکومتونو د ګډې پرېکړې هرکلی کوو چې د فلسطین خپلواک دولت یې په رسمیت وپېژانده.

هغه لیکلي: له بده مرغه د دغه پریکړه لیک اعلان په رفح ښار کې د فلسطیني کډوالو پر کمپ باندې د اسرائیلي هوايي ځواکونو له وروستي زړه بوږنونکي برید سره چې په ترڅ کې یې یو شمیر بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان ووژل شول همغږی دی.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه: هيله لرو چې د يادو هېوادونو هوښيارانه دريځ د سولې په ټينګښت او په فلسطين کې د اوږدې او خونړۍ جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.

ایرنا خبري اژانس وایي، د ایرلینډ ، ناروې او هسپانیې هېوادونو پرون فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژنده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .