AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹ ۹:۳۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85493046
T T
۰ Persons

Tags

سرګي لاوروف: طالبان د افغانستان واقعي قدرت دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹ ۹:۳۵
News ID: 85493046
سرګي لاوروف: طالبان د افغانستان واقعي قدرت دی

کابل- ایرنا- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان په افغانستان کې یو واقعي قدرت دی او مسکو غواړي طالب مشران د ترهګرو ډلو له لېست څخه وباسي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سه شنبې د غبرګولي ۸ مه ویلي: طالبان په افغانستان کې یو واقعي ځواک دی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه نه ده اعلان کړې بلکې یوازې له ۱۲ تر ۱۵ پورې کسان یې په دغه لېست کې شامل دی.

هغه زیاته کړې؛ طالبان هغه کسان دی، چې په افغانستان کې یو واقعي قدرت په لاس کې لري، موږ هم د چین جمهوریت په څېر هېڅکله هلته خپل سفارت نه دی تړلی، قزاقیستان هم په وروستیو کې تصمیم نیولی، چې هغوی د ترهګرو ډلو له لېست څخه وباسي، موږ هم ښايي دغه کار تر سره کړو، موږ په مرکزي آسیا کې د خپلو متحدینو په شان افغانستان ته ارزښت ورکوو.

د افغانستان د سرپرست دولت ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: موږ د روسیې له دغه اقدام څخه ستاینه کوو او غواړو دغه تصمیم هر څومره ژر چې وي عملي، افغانستان غواړي د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

د ایرنا خبر له مخې د روسیې ولسمشر هم تېره ورځ تاشکند کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې له طالبانو سره اړیکې اړینې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .