AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸ ۱۷:۱۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85492509
T T
۰ Persons

Tags

په رفح ښار د صهیونیسټ رژیم له پرونیو بریدونو د شهیدانو شمېر ۱۶ ته ورسید 

کابل- ایرنا- الجزیرې راپور ورکړی چې د غزې تراډې په سویل کې په رفح ښار د صهیونیسټی پوځیانو د نن سهار په بریدونو کې د شهیدانو شمېر ۱۶ تنو ته ورسېد.

د ایرنا د خبر له مخې الجزیرې خبر ورکړی، چې په رفح ښار د صهیونیسټ رژیم د نن سهار په بریدونو کې په لسګونو کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې د صهیونیسټی رژیم د پوځ د بریدونو تمرکز له تېرې شپې تر نن سهاره پورې د رفح ښار په لوېدیځ کې د آلسعودي او تل سلطان په سیمو او د دغه ښار په شمال لویدیځ ښې د فلسطیني کډوالو په یو کمپ وو.

د الجزیرې د راپور له مخې، طبي کارکوونکي او ناروغان د رفح په لوېدیځ کې د تل السلطان کلینک او د اندونیزیا په روغتون کې د سختو ډزو له امله محاصره شوي دي.

د غزې تراډې په مرکز کې د البریج په کمپ کې په یو کور د صهیونیسټی پوځیانو په برید کې دوه کسان شهیدان او یو شمیر نور ژوبل شول.

د البریج کمپ ختیځ او د النصرت کمپ شمال او د غزې تراډې په مرکز کې د المغراقه او الزهرا دوه سیمې هم نن سهار د سختو توپچي بریدونو شاهدې وې.

د المغازي کمپ ختیځ او د غزې تراډې په مرکز دیرالبلح ښار هم نن سهار د اسرائیلي پوځ له توپچي بریدونو څخه خلاص نه شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .