AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸ ۱۷:۰۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85492420
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان کې د ځینو پروژو په بشپړېدو سره به دغه هېواد کې د پکن پانګونه زیاته شي

کابل- ایرنا- کابل کې د چین سفیر وايي، افغانستان کې د ځینو پروژو په بشپړېدو سره به دغه هېواد کې د چینايي پانګوالو د پانګونه کچه زیاته شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ښار او کور جوړولو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې کابل کې د چین له سفیر جاوه شینګ سره د دغه وزارت د سرپرست حمدالله نعماني د لیدنې خبر ورکړی دی.

د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست د نیله باغ استوګنې پروژې د کارونو د دوام او پرمختګ په اړه معلومات ورکړل ویې ویل د کابل په نیله باغ کې ۱۴۰۰ د استوګنې کورونه جوړېږي او ۱۰ زره نور کورونه به نوي کابل ښار کې جوړ شي، تر څو دا پروژه بشپړه شي.

هغه زیاته کړه، چې په دې او د افغانستان په نورو برخو کې د چین پانګونې او مرستې به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا سبب شي.

حمدالله نعماني له چینايي لوري وغوښتل تر څو چینايي پانګوال د نوي کابل ښار په پروژه کې پانګونې ته وهڅوي.

په کابل کې د چین هېواد سفیر وویل: د نیل باغ د استوګنې پروژې د کیفیت او سرعت په اړه یې له اړوند شرکت سره خبرې کړې او هیله لري چې کارونه به یې پر خپل وخت بشپړ شي.

نوموړي دغه پروژه ارزښتناکه وبلله یادونه یې وکړه چې د پاتې برخو د پلي کولو لپاره به هڅې وکړي.

د چین سفیر همداراز هیله څرګنده کړه چې له چینایي پانګوالو سره د نوي کابل ښار په اړه د معلوماتو له شریکولو وروسته به پانګوال دغې پروژې ته لېوالتیا پیدا کړي.

هغه په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د ځينو پروژو په بشپړېدو سره به په دغه هېواد کې د چين د پانګونې کچه لوړه شي او دا به د دواړو هېوادونو د راتلونکي لپاره يو ښه پيل وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .