ډاکټر عبدالله عبدالله د ایران اسلامي جمهوریت له مرستو مننه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د ایران اسلامي جمهوریت له مرستو مننه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دوشنبې غبرګولي ۷ مه په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې کابل کې یې د ایران اسلامي جمهوریت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره لیدلي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر او د هغه د ملګرو روح ته د دعا په ترڅ کې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د ایران اسلامي جمهوریت د بشري مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه. 

د ایرنا د خبر له مخې په تېره اونۍ کې د سېلاب ځپلو لپاره د ایران اسلامی جمهوریت د بشري مرستو دوه کڅورې افغانستان ته ورسېدې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .