کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ تهران کې د افغانستان د سرپرست دولت د سفارت مسوولینو نن دوشنبې د غبرګولي ۷ مه اعلان کړی دی، چې تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د نورو سفیرانو او استازو تر څنګ د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر او ملګرو د خاطرو په کتاب کې لاسلیک وکړ.
دغه سفارت په دوه ځانګړو خبرپاڼو کې اعلان کړی دی، چې مولوي فضل محمد حقاني د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر او ورسره نورو ملګرو د جنازې په مراسمو کې چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت د مشرتابه له خوا تر سره کېدل هم ګډون درلود.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: حقاني هم د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د پخواني وزير حسين اميرعبداللیهان د جنازې په مراسمو کې چې د يو شمير کورنيو او بهرنيو مقاماتو په شتون کې ترسره شول ګډون وکړ.
په تهران کې د افغانستان د سفارت مشر نن د دوشنبې په سهار د ایران د اسلامي شورا د دولسمې غونډې د پرانستلو په مراسمو کې د میلمنو له ډلې وو.
د پیغام پای/
Your Comment