AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۷ ۱۰:۱۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85490682
T T
۰ Persons

Tags

د تورغندي- رباط پریان ریل پیلټۍ د سروې او ډیزاین تړون لاسلیک شو 

هرات- ایرنا- د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تورغندي – رباط پریان ریل پیلټۍ د سروې او ډیزاین تړون د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو نن دوشنبې د غبرګولي ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو، د خصوصي شرکتونو مسوولینو او قراردادي شرکت په شتون کې د تورغندي – رباط پریان ریل پټلۍ د سروې او ډیزاین تفاهم لیک لاسلیک شو.

د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار وویل، دا د ډېر خوښۍ ځای دی چې په یوه ورځ کې د دوو لویو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې ګډون کوو او د هرات د خلکو او خصوصي سکتور په استازیتوب د ټولګټو وزارت څخه مننه کوو چې د دې پروژې کار پیل وکړ. 

د هرات والي زياته کړه، د ریل پټلۍ جوړول د هرات د خلکو لپاره ډېر ارزښتناک او ګټور دي چې له ګاونډيو هېوادونو او سيمې سره د هرات په نښلولو کې به د پام وړ رول ولوبوي.

له بلې خوا د افغان جرمن باختر شرکت رییس سلطان احمد سروري وايي، په روانه اونۍ کې له روسیې څخه د دوی ټیم هرات ته د کرښې د کیلومترو د مشخص کولو په موخه راځی.

د دغه شرکت مسوول وايي، د سروی وروسته به د ډيزاين چارې پيل شي او دغه کرښه به د بهرنيو هېوادونو د هوايي کمرو او متخصصو کاري ځواک په مرسته په درېيو تر څلورو مياشتو کې سروې او ډيزاين شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .