AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۷ ۱۰:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85490594
T T
۰ Persons

Tags

ایراني شرکتونو په افغانستان کې پر ګازو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان پر ګازو د ایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان یکشنبې د غبرګولي ۶ مه ماښام مهال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ایران د شهیر ګروپ کمپنۍ او د هغو د افغان شریکانو سره په کابل کې ولیدل.

افغان زیاته کړې، د دغه شرکت مشر د خپلو ظرفيتونو، فعاليتونو او کاري تجربو، د افغانستان د ګازو په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د خپلې لېوالتيا، څېړنو، د استخراج لپاره د څاګانو کيندلو، په کورونو، ښارګوټو کې د ګازو د وېش شبکې جوړولو او طبیعي ګاز د CNG بدلولو سټیشنونو په اړه معلومات ورکړل. 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پانګونې په برخه کې د دوی لېوالتیا وستایله او ډاډ یې ورکړ چې د پانګونې د زمینې په برابرولو کې به د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې له دوی سره همکاري وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .