AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۷ ۱۰:۱۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85490580
T T
۰ Persons

Tags

د هرات- خواف ریل پټلۍ د څلورمې ټوټې د دویمې برخې د جوړولو چارې پیل شوې

هرات- ایرنا- د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هرات- خواف ریل پټلۍ د څلورمې ټوټې د دویمې برخې د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو یکشبې د غبرګولي ۶ مه ماښام په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د هرات- خواف ریل پټلۍ د څلورمې ټوټې د دویمې برخې د جوړولو چارې د هېواد د ټولګټو چارو وزارت د مرستیال، د هرات والي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشرانو په شتون کې په رسمي ډول پیل شو.

د ټولګټو چارو وزارت مرستيال مولوي بخت الرحمن شرافت په دې مراسمو کې وويل: د هرات – خواف رېل پټلۍ څلور برخې لري، چې دوه يې په ايران کې ٧٣ کيلومتره او په افغانستان کې ١٥٢ کيلومتره اوږدوالى لري. 

مولوي شرافت زیاته کړه: د دې کرښې اوږدوالی د رباط پریان زنده جان له کلي څخه پیل او د هرات په هوايي ډګر کې پای ته رسېږي، د دې پړاو په بشپړیدو سره د هرات – خواف ریل پټلۍ په مستقیم ډول د هرات له صنعتي ښارګوټي د ایران له لارې له اروپا سره نښلوي.

په ورته وخت کې د هرات ولايت مرستيال مولوي حيات الله مهاجر فراهي د دې پروژې بشپړېدل د هرات د خلکو له سترو هيلو څخه وبلل او د پلي کېدو پر چټکتيا او ښه کيفيت يې ټينګار وکړ. 

د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د اورګاډي پټلۍ د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا په برخه کې مهمې وبللې او د چارواکو له دغه اقدام څخه یې هرکلی وکړ. 

د دې خونې مشر حميدالله خادم د نړۍ د سوداګريزو کاروانونو ته د رسېدو لپاره دا د افغان پانګوالو خوب بولي.

د (ګاما) د قراردادي شرکت رئیس مولوي ضیاءالرحمن فراهي په نږدې راتلونکي کې د دغې ریل پټلۍ د معیاري جوړولو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: دا پروژه ۴۷،۳ کیلومتره اوږدوالی لري او په ۱۸ تر ۲۴ میاشتو کې به بشپړه شي. 

ده وويل: د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو ترڅنګ به د پنځه ميليونه ډالرو په لګښت يو معياري ترمينل هم جوړ شي.

د ایرنا د راپور له مخې د هرات – خواف د ریل پټلۍ د ګاما ګروپ له خوا د ۵۳ میلیونو ډالرو په لګښت جوړیږي.

د ټولګټو چارو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې ۵ زره او ۳ کیلومتره د اریل پټلۍ غځول کېږي، چې تر دې دمه یې ۳ زره کیلومتره تخنیکي سروې شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .