AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۱:۵۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85489679
T T
۰ Persons

Tags

بایډن: پر اسرائیلو د ایران راکټي او بې پیلوټه بریدونه ویجاړونکي وو

کابل- ایرنا- د امریکا ولسمشر وايي، پر اسرائیلو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو برید ویجاړونکی وو او زه د تل آبیب په دفاع کې د امریکا د دفاع وزارت له پوځ څخه مننه کوم.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن شنبې د غبرګولي ۵ مه پر ځای وخت د امریکا د نیویارک ایالت د وسټ پوینټ په پوځي اکاډمۍ کې د وینا پر مهال و ویل: پر اسرائیلو د ایران راکټي او بې پیلوټه بریدونه ویجاړونکي وو.

بایډن زیاته کړه: د امریکا په تاریخ کې هېڅکله داسې دوره نه ده لیدل شوې چې زموږ نظامي ځواکونه په یو وخت کې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د اوکراین د دفاع څخه نیولي غزې ته د بشري مرستو رسولو او د ایران د بریدونو په وړاندې د اسراییلو دفاع د مختلفو ماموریتونو ترسره کړي.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړه، دا مهال په اوکراین کې هېڅ یو امریکايي سرتېری په جګړه کې نه دی او زه هوډمن یم چې همدا وضعیت وساتم خو د اوکراین تر څنګ کلک ولاړ یو او تر څنګ به یې ولاړ وو.

بایډن پرته له دې چې د غزې تراډه کې پر فلسطینیانو د صهیونیستي رژیم وحشي بریدونو ته اشاره وکړي د امریکا د پوځ له لوري د اسمان له لوري فلسطینیانو ته د خوراکي توکو د لېږدلو مننه وکړه.

بایډن په سوریه کې د ایران اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ د صهیونیسټ رژیم د تېري په ځواب کې د ایران بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د حملو په شنډولو کې د امریکا د پوځي ځواکونو رول ته په اشارې سره وویل: یوه ستره بې پیلوټه الوتکه او د توغندیو برید، پر اسراییلو د ایران برید یو ویجاړونکی و، او زه د متحده ایالاتو د پوځ څخه مننه کوم چې چټک ځواب یې ورکړ او د دې برید په وړاندې یې د تل ابیب سره مرسته وکړه.

هغه و ویل، د ایران د دې وروستي بې ساري برید په مقابل کې، موږ خپل ملګري او حتی عربي هېوادونه د دې لوی برید د شاتګ لپاره سره راټول کړل.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامی انقلاب ساتونکو قول اردو د شنبه په ورځ د وري ۲۵ مه اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم په نیواک شویو سیمو او مرکزونو په لسګونو بې پیلوټه الوتکې او توغندی ویشتلي دي.

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي: په دمشق کې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ د برید او په سوریه کې زموږ د هېواد د سپاه پاسداران د یوې ډلې د قوماندانانو او پوځي سلاکارانو د شهادت په ګډون د صهیونیسټي رژیم د بې شمېره جنایتونو په غبرګون کې، د سپاه پاسداران ځواکونه هوايي ځواک په اشغال شویو سیمو کې په نښه شوي ځایونه په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو وویشتل.

په ملګرو ملتو کې د ایران اسلامی جمهوریت استازی هم اعلان وکړ، چې ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې په اساس د  په دمشق کې د ایران په ډیپلوماټیکو ځایونو د صهیونیسټ رژیم د تېری په ځواب کې د مشروع دفاع بریدونه تر سره کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .