AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۱:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85489601
T T
۰ Persons

Tags

د هېواد له ارضي تمامیت څخه دفاه او ستانه د نظام سره کرښه ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، له ګاونډیانو ښه ګاونډیتوب او له نړۍ سره د دښمنۍ ختمول او د بور رامنځته کول د اسلامي امارت د بهرني سیاست اساسات دي او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او دفاع د نظام له سرې کرښې څخه ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال نن یکشنبې د غبرګولي ۶ مه پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته موږ وینو چې زموږ مجاهدین په عزت مېړانې سره له خپلې خاورې او هېواد څخه دفاع کوي.

د نظري په وینا، ښايي افغانستان پراخ امکانات ونه لري، اما غرور، غزت او د هېواد پالنې حس یې ډېر پیاوړی دی، موږ نه غواړ هېڅ ځواک زموږ ارضي تمامیت ته په بد نظر وګوري، لکه څنګه چې موږ د نورو ګاونډیانو ارضي تمامیت ته په بده نه ګورو.

نظري همداراز څرګنده کړه: موږ غواړو په دې سیمه او جغرافیه کې په ښه ګاونډیتوب سره ژوند وکړو او په سوله ییزه او منطقي او نړیوالو بهیرونو سره د سیمې جیو پولیټیکل پرمختګونو ته پاملرنه وکړو.

د اقتصاد وزارت مرستیال زیاته کړه: هر څوک ویني چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب، د کړکېچ په کمولو او له نړۍ سره د اعتماد په رامنځته کولو ولاړ دی، خو حقیقت دا دی چې نړۍ له موږ سره ناسم چلند کوي، چې دا جلا مسله ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .