AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۰:۳۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85489431
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان د زړه راښکوونکې هوا او اوبو له امله د سیاحت لپاره بې جوړې ځای دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال بدخشان ولایت کې د ګرځندوی ملي کنفرانس کې ویلي، افغانستان طبعیت، منظرو او زړه راښکوونکې هوا او اوبو په درلودلو سره د ګرځندوی او سیاحت لپاره بې جوړې ځای دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن یکشنبې د غبرګولي ۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوړو زده کړو وزارت او بدخشان پوهنتون له لوري بدخشان ولایت کې د ګرځندوی ملي کنفرانس کې د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګډون خبر ورکړی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کنفرانس کې په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت د لاس ته راوڼو یادونه وکړه ویې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي، د لویو لارو او واټونو په جوړېدو سره افغانستان د بېلا بېلو دهلیزونو په ځانګړې توګه د واخان کورېدور له لارې د یو پروژه او یو کمربند لار سره ونښلوي تر څو د خپلو ګاونډیو د اقتصادي او ټیکنالوژیکي ګټو څخه استفاده وکړي او د برېښنا بندونو په جوړولو سره افغانستان د برېښنا د واردولو څخه خلاص کړي.

نوموړي دغه راز و ویل چې افغانستان پرېمانه کاني زېرمې لري، یو کرنیز هېواد دی او په بېلا بېلو ولایتونو کې د لرغونو او تاریخي آبداتو چې د اسلامي او غیر اسلامي تمدونونو څخه پاتی شوې دي د عایداتو ګڼې سرچینې لري.

حنفي زياته کړه: افغانستان د بېلابېلو فرهنګي اثارو، ښکلي طبيعت او منظرو، معتدل او متنوع اقليم په لرلو سره د ګرځندوى لپاره هم يو ځانګړی ځاى دى، چې که ورته پاملرنه وشي، کولاى شي په کال کې ډېر زيات عايد ترلاسه کړي.

دی وايي، اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیانو سره په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی امنیت له ګواښ سره مخ کړي او د اصولو پربنسټ له دوی سره دوستانه او ښې اړیکې غواړي، نه مداخله ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې په پای کې د دغه وزارت اداري مرستیال په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته وویل: افغانستان د ټولو ګډ کور دی، ټول افغانان پکې د ژوند کولو حق لري، دولت د دوی د ژوند خوندیتوب تضمینوي، موږ غواړو چې دوی خپل هېواد ته راستانه شي او د هغې په پراختیا کې مرسته وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .