AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۰:۳۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85489396
T T
۰ Persons

Tags

هېڅ یو بهرنی عامل نه شي کولی د افغانانو یووالی تر سوال لاندې راولي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند وايي، هېڅ بهرنی ځواک یا عامل نه شی کولی زموږ یووالی له ګواښ سره مخ کړی او یا هم د افغانانو یووالی تر سوال لاندې راولي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په شپه د غبرګولي ۵ مه د امریکا د ولسمشر جوبایډن وروستۍ څرګندونې چې د افغانانو د یووالي په اړه یې کړې ویلي، د افغانانانو به باره کې دا ډول قضاوت ناسم دی.

هغه زیاته کړې: د بهرنیو لاسووهنې د هېواد د وګړو تر منځ د ځینو ستونزو د رامنځ ته کېدو لامل شوې، چې اوس ټولې لرې شوې دی.

د سرپرست دولت ویاند څرګنده کړې: هېڅ بهرنی ځواک او عامل نه شي کولی زموږ یووالی له ګواښ سره مخ کړي او یا افغانستان یووالی تر سوال لاندې راولي، نو د امریکا د ولسمشر څرګندونې سمې نه دي، هغوی ناسم قضاوت کړی دی.

مجاهد دغه راز د داعش پر وړاندې د سرپرست دولت د مبارزې په اړه څرګنده کړه، په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ بلل هم ناسمه خبره ده.

د ایرنا د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د کینیا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي وو، افغانستان د امپراتوریو په هدیره پېژندل شوی او د دې احتمال ډېر کم دی چې څوک به افغانان متحد کړي.

هغه دا هم ویلي چې د افغانستان له اشغال پرته د داعش د کنټرول لارې چارې شته.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .