AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۰:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85489384
T T
۰ Persons

Tags

د تورغندۍ له لارې سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۰:۲۷
News ID: 85489384
د تورغندۍ له لارې سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی

هرات- ایرنا- د تورغنډۍ بندر د کمیسارۍ مرستیال له دغه بندر څخه د راکړې ورکړې او سوداګرۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د تورغنډۍ بندر د کمیسارۍ مرستیال مولوي همایون همت شنبې مازیګر مهال و ویل: دغه بندر ټاکلی کاري وخت نه لری او د ترانزیټي موټرو تر شتون پورې د کمیسارۍ کارکوونکي خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې: مخکې د دغه بندر له لارې له ۶۰ تر ۷۰ پورې باروړونکي موټر هېواد ته داخلېدل خو اوس له ۱۰۰ څخه زیات موټر په دریو لیکو کې داخلېږي.

نوموړي یادونه وکړه، چې له تورغنډۍ بندر څخه تر ډېره پورې د افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزه اړیکو لپاره ګټه اخیستل کېږي خو اوس اشخاص هم پر دغه لار ور زیات شوي دي.

د هرات د تورغنډۍ بندر د کمیسارۍ مرستیال څرګنده کړه، د دغه بندر له لارې افغانستان ته تیل، ګاز، اوړه، غله او نور محصولات واردېږي او په بدل کې یې له افغانستان څخه وچه مېوه او ځینې کرنیز محصولات نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کې د سرپرست دولت په واکمنېدو سره د هېواد په بندرونو کې د فساد کچه ټیټه شوې چې ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه هم زیاته شوې ده.

د پیغام پای/

Tags

Your Comment

You are replying to: .