کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د مالیزیا پلازمېنه کولالامپور کې د افغانستان سرپرست دولت سفارت نن یکشنبې د غبرګولي ۶ مه د مالیزیا هېواد له مرستیال دفاع وزیر سره د دغه سفارت د سرپرست نقیب الله احمد د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو افغانستان ته د محمد یاني د وروستي سفر پر موضوعاتو او پایلو خبرې وکړې.
د مالیزیا د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال و ویل: هغه څه چې دوی د رسنیو له لارې د افغانستان په اړه اورېدلي له هغه څه سره چې دوی له نېږدې په افغانستان کې لیدلي زیات توپیر لري او په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې ډېر کارونه شوي دي.
دغه مالیزیايي چارواکي زیاته کړه، په ټول کې د افغانستان په اړه د مالیزیا لید ښه شوی دی او غواړي، چې له کابل سره لا زیاتې ښې اړیکې ولري.
د مالیزیا د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال ټینګار وکړ، چې د مالیزیا له خوا د افغانستان اسلامي امارت سره ټولې شوې ژمنې به عملي شي.
د پیغام پای/
Your Comment