کولی شو په اسلامي نړۍ کې ښه راتلونکی رامنځته کړو

کابل- ایرنا- د سعودي عربستان ځای ناستي د ایران اسلامي جمهوریت له سرپرست ولسمشر سره په تلېفوني اړیکه کې د دغه هېواد د شهید ولسمشر آیت الله رییسي د شهادت تسلیت و وايي، او په دوه اړخیزه او سیمه ییزه اړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د عربستان ځای ناستي جمعه د غبرګولي ۴ مه له غرمې وروسته په تلېفوني اړیکه کې د آیت الله رییس د شهادت د تسلیت تر څنګ څرګنده کړه: رامنځ ته شوې پېښه زموږ لپاره خورا دردونکې وه، د ښاغلي رییس نشتوالي زموږ زړونه په درد کړي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې زموږ د بهرنیو چارو وزیر ډېر نېږدې دوست وو هم ډېر دردونکې ده.

 تهران او ریاض په سیمه او اسلامي نړۍ کې محوري رول لري او د دواړو تر منځ د اړیکو په پراختیا سره کېدای شي د سیمې لپاره ښه راتلونکې رامنځ ته کړي.

د عربستان ولیعهد و ویل: د ډاډګېرنې د پیغام او تهران د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي لېږل ستاسو سره زموږ د خواخوږۍ دنده وه، او هغه لار چې هغو عزیزانو د اړیکو د جوړاوي او پراختیا لپاره پیل کړی و همداسې به د عربستان له خوا په قوت سره دوام پیدا کړي.

بن سلمان د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د پراختیا په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: تهران او ریاض د سیمې او اسلامی نړۍ لپاره مهم رول لوبوي او د خپلو اړیکو په پراخولو سره کولای شي د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي.

نوموړي په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.

په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرپرست ډاکټر محمد مخبر هم د ایت الله رئیسي د شهادت په دردناکه ضایعه کې د سعودي عربستان د پاچا او ولیعهد د خواشینۍ او تسلیت پیغامونه واورېدل، د هېواد د پادشاه د ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر او د هغه له شهیدانو ملګرو د فاتحې په مراسمو کې د ګډون څخه مننه وکړه زیاته یې کړه: موږ د هېواد د خدمتګارانو په ګډون دوه مهم، با نفوذه او مهربانه شخصیتونه له لاسه ورکړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د ديارلسمې دورې د حکومت د ګاونډيتوب د سياست دوام او د سيمې له هېوادونو سره د اړيکو پراختيا زموږ د ټولو په وړاندې يوازنی انتخاب دی او له يو بل سره ملګرتيا او خواخوږي د سيمې د ثبات او سوکالۍ ضمانت کوي.

هغه له ګاونډیو او دوستو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا د ایت الله رییسی د بریالیتوبونو او مهمو ستراتېژیو له جملې څخه وګڼله او ویې ویل: د ښاغلی رییسی په شان د یو مشهور او زیارکښ ولسمشر له لاسه ورکول زموږ لپاره ستونزمن دی، خو د هېواد حرکت به نه بدلېږي او د شهید ولسمشر په دوره کې به د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ګټو او اعتماد هماغه روحیه دوام ولري.

د ایران سرپرست ولسمشر ټینګار وکړ: د دیارلسم حکومت د ګاونډیتوب د سیاست دوام او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا زموږ د ټولو په وړاندې یوازینۍ چاره ده او له یو بل سره ملګرتیا او خواخوږي د سیمې د ثبات او سوکالۍ ضمانت دی. 

هغه د ایران او سعودی عربستان اړیکې د اسلامی نړۍ لپاره مهمې وبللې زیاته یې کړه: د ځینو قدرتونو له مخالفتونو سره سره نن سبا زموږ اړیکې ښې کچې ته رسېدلې دي او سیمه د دغو اړیکو پراخولو ته سخته اړتیا لري او دواړه هېوادونه باید د اقتصادي تعاملاتو زیاتوالی او د خنډونو لرې کول، په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونه کولی شي د دوه اړخیزو اړتیاوو په پوره کولو سره د دغو سیاسي اړیکو ملاتړ، وده او ثبات نور هم زیات کړي.

په دغه ټلیفوني اړیکه کې ډاکټر مخبر د ایراني سیلانیانو د ښه راغلاست لپاره د سعودي عربستان د ولیعهد د ښه حکم له امله مننه وکړه او د شهید ولسمشر په بلنه یې ټینګار وکړ زیاته یې کړه: لکه څنګه چې مخکې زموږ مرحوم ولسمشر ته د ایران د سفر بلنه ورکړې وه، زه یو ځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په بلنه ټینګار کوم، تاسو ته بلنه درکوم چې د خپل ملګري او ورور هېواد څخه لیدنه وکړۍ.

د يادونې وړ ده، چې د دغه بلنې د منلو پر مهال د سعودي وليعهد هم سرپرست ولسمشر ته د سعودي عربستان د سفر بلنه ورکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .