کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفه نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کابل کې لیدلي دي.
د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د قطر د مرستو مننه وکړه ویې ویل: دغه اړیکې باید له پراخه او پیاوړې کړای شي.
ملا برادر زیاته کړه: دا مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او قطري پانګوال کولی شي دلته په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د اقتصادي مرستیال په وینا اسلامي امارت د بهرنیو پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او په بشپړه توګه یې ملاتړ کوي.
ملا برادر ټینګار وکړ: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د پراخو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی او د همدې سیاست پر بنسټ یې دوه اړخیزه اړیکو ته مخه کړې ده.
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت له استازي پرته د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس به کومې پایلې ته ونه رسېږي، نو لازمه ده چې په داسې غونډو کې د اسلامي امارت موقف ته درناوی وشي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم په دې کتنه کې وویل: دوی به د دغه هېواد پانګوال وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د همدې هدف لپاره به په نږدې راتلونکي کې قطري پانګوال کابل ته راشي.
محمد بن عبدالعزیز الخلیفه زیاته کړه: دوی د قطر له نړیوال هوايي شرکت سره په ګډه کار کوي، څو د یوه منظم میکانیزم له مخې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
نوموړي په دوحه کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړيو استازو په درېيمه ناسته کې د اسلامي امارت د استازي د ګډون غوښتنه وکړه زياته يې کړه: قطر د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د استازي شتون ته لېوالتيا لري، تر څو یوې ګټورې پایلې ته ورسېږو.
د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل: د اسلامي امارت له استازي پرته به دا ډول غونډې بې ګټې وې او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته خپل دریځ روښانه کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د خاصو استازیو په شتون سره د دوحې دریمه غونډه د چنګاښ د میاشتې په لسمه نیټه ترسره کېږی.
د پیغام پای/
Your Comment