تهران کې د ملا برادر او هنیه تر منځ خبرې اترې شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د فلسطین مقاومت یا حماس د سیاسي دفتر له مشر سره په تهران کې ولیدل.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت نن پشنبنې د غبرګولي ۳ مه په یوه خبر پاڼه کې اعلان کړی دی، چې د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په تهران کې ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د ایرنا خبر له مخې دغه لیدنه د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي د جنازې مراسمو په څنډه کې په تهران کې شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .