ملا برادر د قطر له امیر سره تهران کې ولیدل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت تهران کې د قطر له امیر سره د افغانستان د اقتصادي مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی.

 کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او لومړي او بهرنیو چارو وزیر محمد عبدالرحمن سره په تهران کې ولیدل.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د دغې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

د ایرنا د خبر له مخې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د افغانستان د سرپرست دولت لوړ پوړي پلاوی او د قطر امیر د څه د پاسه پنځوسو هېوادونو د چارواکو او مشرانو په ډله کې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر شهیدد ایت الله سید ابراهیم رییسي د جنازې د ادا کولو لپاره تهران ته تللي دي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .