د ایران د مرحوم ولسمشر د جنازې مراسمو کې د سرپرست دولت د پلاوي ګډون

کابل- ایرنا- د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې د افغانستان د سرپرست دولت پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر د جنازې مراسمو کې د سرپرست دولت د پلاوي ګډون وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال دفتر نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د ایران د مرحوم ولسمشر د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دغه سفر کې له ملا عبدالغني برادر سره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم ملګری وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت له سرپرست ولسمشر ډاکتر محمد مخبر، د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال سره لیدنه وکړه او د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت په استازیتوب یې په دغه غم کې ځان شریک وګاڼه او د خواخوږۍ مراتب یې د ایران حکومتي چارواکو او خلکو ته وړاندې کړل.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي او د هغوی د ملګرو د جنازې په مراسمو کې د نړۍ د څه باندې ۵۰ هېوادونو چارواکو ګډون وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .