AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲ ۹:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85485836
T T
۰ Persons
د ملا برادر په مشرۍ د سرپرست دولت لوړ پوړی پلاوی د ایران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته سه شنبې د غبرګولي اوله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:ټاکل شوې نن چهارشنبې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوی د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ  د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي جنازه د ایران اسلامي انقلاب د ستر لارښود آیت الله سید علی خامنه ای په امامت په تهران کې تر سره شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .