AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱ ۱۱:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85484626
T T
۰ Persons
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران د ولسمشر پر شهادت یو دقیقه چوپ شول

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سازمان غړي د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر او بهرنیو چارو زیر د شهادت په احترام یوه دقیقه چوپتیا اختیار کړه.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د موزامبیک استازي چې د یادې شورا دورويي ریاست پر غاړه لري، دوشنبې د غوايي ۳۱ مه د امنیت شورا د ناستې په پیل کې د نړیوالې سولې او امنیت په اړه و ویل: د چین، روسیې، الجزایر او امنیت شورا د غړو په غوښتنه له ټولو ګډونوالو غواړو، چې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان او ورسره کسانو چې د چورلکې لوېدو په ناوړه پېښه کې یې خپل ژوندونه له لاسه ورکړي او دغه راز د ایران دولت او ملت ته د درناوي په خاطر یوه دقیقه سکوت اختیار کړی.

دغه راز د جاچان، ګیانا، روسیې، مالتا، سویس او الجزایر په شان هېوادونو سفیرانو او استازو هم د خپلو ویناوو له پیلولو مخکې په جلا جلا توګه د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو ویاند اسټفان دوجاریک دوشنبې په سیمه ایز وخت په یوه لنډه بیانیه کې چې یوه کاپي یې د ایرنا خبریال ته ورکړل شوې، اعلان وکړ: د ملګرو ملتو سرمنشي د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب سید ابراهیم رئیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حسین امیر عبداللهیان او د هغه همکاران چې د چورلکې د لوېدو پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی، خواشینی شوی دی.

دجاریک څرګنده کړه: د ملګرو ملتو سرمنشي د ایران اسلامي جمهوریت له دولت او خلکو سره د غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او د وژل شویو کسانو کورنیو ته یې د ډاډ ګیرې پیغام ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .