بنیټ د افغانستان سېلاب ځپلو ته د لا زیاتو مرستو ځانګړي کولو غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د ملګرو ملتونو څخه د افغانستان سېلاب ځپلو ته د لا زیاتو مرستو ځانګړي کولو غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ملګري ملتونه دې د افغانستان د سېلاب ځپلو لپاره لا زیاته بودجه ځانګړې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د مرستې لپاره نورې مرستې هم ځانګړې کړي.

بینیټ ټینګار وکړ چې د افغانستان سېلاب ځپلي لا زیاتو او دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

د ايرنا د خبر له مخې په غور، بغلان، فارياب او بدخشان ولايتونو کې د سېلابونو له امله څه د پاسه څلور سوه تنه مړه او ټپيان شوي او په زرګونو جريبه ځمکه او کورونه ويجاړ شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .