AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۱:۰۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85481882
T T
۰ Persons

Tags

هڅو کو د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پوهنې لړۍ پراخه کړو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د معارف کړۍ پراخه کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو له قومي مشرانو سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

د پکتیکا ولایت قومي مشرانو سره له دې چې د پوهنې، روغتیا او سړکونو جوړلو برخه کې یې د دولت د پاملرنې غوښتنه وکړه، خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د سیاسي مرستیال سره شریک کړل ویې ویل، چې پکتیکا د پرمختیا له پلوه ډېر وروسته پاتې او محروم ولایت دی.

قومي مشرانو په دغه ولایت کې د نیمه کار شویو پروژو او دغه لار په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د لاس رسۍ برخه کې خپل وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ قومي مشرانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د سیاسي مرستیال سره شریک کړ او په دغه ولسوالۍ کې یې د رغنیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.


مولوي عبدالکبیر د اسلامي نظام ځانګړنو ته په اشارې سره وویل: هر وګړی کولای شي خپله خوښه د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکه کړي.

سیاسي مرستیال اسلامي امارت د افغانستان د خلکو خادم وباله زیاته یې کړه: حکومت ټولو سیمو ته له تبعیض پرته خدمات وړاندې کوي.

مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه د معارف برخې ته ډېره پاملرنه کوي او هڅې روانې دي چې د افغانستان خلکو ته لا ښه خدمات وړاندې شي او د پوهنې لړۍ لرې پرتو سیمو ته پراختیا ورکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .