AP ۱۴۰۳ غویی ۲۹ ۱۷:۵۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85481186
T T
۰ Persons
یادښت؛ دښمن په ګرځندویانو او سیلانیانو له بریده څه غواړي؟

کابل- ایرنا- د جمعې په ورځ مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د بامیان ښار په نوي بازار کې پر یو شمېر بهرنیو سیلانیانو د ناپېژاندو وسله والو برید شوی، چې په پایله کې یې درې هسپانوي سیلانیان او یو افغان ژباړونکی وژل شوي چې یوشمېر کارپوهان دا برید په هېواد کې د ګرځندوی پر صنعت برید ګڼي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ تېر ماښام په باميانو ولايت کې پر سيلانيانو د وسله وال بريد له امله درې تنه سيلانيان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول، د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم پر خپله اېکس پاڼې د یو یادښت په خپرولو سره دغه برید تایید کړی دی.

قانع زياته کړې: نن ماښام د باميانو په ښار کې د خلکو په وړاندې ډزې وشوې چې له امله يې د يوه افغان په ګډون درې تنه بهرني اتباع و وژل شول او د درېيو افغانانو په ګډون څلور تنه بهرنيان ټپيان شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې د دغه بريد د عاملينو د پيژندلو لپاره د امنيتي بنسټونو له خوا د څېړنو د پيل خبر ورکړ شوى او زياته کړې يې ده چې د دغې پيښې په اړوند څلور تنه نيول شوي دي.

په بامیان کې د وسله وال برید په پایله کې چې د دریو بهرنیو سیلانیانو په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول، له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو، د ایران اسلامي جمهوریت، اروپايي ټولنې، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت، د دغه هېواد لومړي وزير، په افغانستان کې د امريکا ځانګړي استازي او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په کلکه غندلى دى.

دغه برید چې د جمعې په ورځ (جمعه) د عامه رخصتۍ پر مهال وشو، په رسنیو کې هم پراخ پوښښ وموند او دغې ناڅرګنده پېښې د هسپانوي چارواکو په ګډون ډېر هېوادونو ته ټکان ورکړ.

په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د ګرځندوی صنعت وده

که څه هم افغانستان د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د پام اړولو لپاره ډېر طبيعي جاذبې لري، خو په تېرو کلونو کې د جګړو او ناامنيو له امله د ګرځندوى صنعت ډېر سوکاله نه و، خو له ستر سياسي او پوځي بدلون د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، د هېواد د ګرځندوى په برخه کې ډېر پرمختګونه وشول، د سرپرست دولت په رامنځته کېدو او په هېواد کې د مخامخ جګړې له پای ته رسېدو سره، په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ ډېر سوکاله شو.

په هېواد کې له ټولیز نسبي امنیت وروسته د واکمن نظام چارواکو په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت افغان ولس او بهرنیو سیلانیانو ته ډاډ ورکړ چې اوس کولای شي د ناامنیو له وېرې پرته د افغانستان له ښکلاوو څخه لیدنه وکړي.

د افغانستان د خلکو لپاره چې کلونه یې د جګړې په سیوري کې تېر کړي، امنیت د خدای له لوري یوه بې سارې ډالۍ وه او په هېواد کې له داسې فضا سره سره بیا هم دوی یو څه هیله پیدا کړي، څو په سوله ایزه فضا کې د ارام ساه واخلي، له همدې امله په دې وروستیو کې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی، چې په پایله کې یې بهرني سیلانیان هم لږ څه د خوندیتوب احساس کوي او د نړۍ له هېوادونو څخه افغانستان ته تللي او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې یې له مشهورو ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده. 

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت او کلتور وده کړې او هیلې یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، تر دې چې د جمعې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د غوايي میاشتې په ۲۸ نیټه په بامیان ولایت کې یوه زړه بوږنونکې پیښه رامنځته شوه او درې تنه بهرني سیلانیان د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول، هغه چاته پلمه په لاس ورکړه چې د افغانستان او خلکو خیر نه غواړي.

دښمن له فرصت څخه په استفادې د افغانستان د عایداتو سرچینې په نښه کوي

په ګرځندویانو د برید د دښمن موخه دا نه ده چې یو څو کسان ووژني، بلکې په حقیقت کې له یوې خوا غواړي چې په هېواد کې حاکم نظام له امنیتي اړخه کمزوری وښيي او له بلې خوا غواړي تر څو نړۍ ته وښيي چې افغانستان لا هم د سیاحت لپاره خوندي سیمه نه ده.

سربېره پر دې، د ګرځندوی صنعت په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي، او نن ورځ د نړۍ ډېری هېوادونه له دې څخه ډېرې پیسې ترلاسه کوي، نو دوی په دوامداره توګه د سیاحت کلتور او طبیعي او تاریخي جاذبې ته وده ورکوي.

په دې منځ کې افغانستان هم هغه هېواد دی چې ډېر طبیعي جاذبې لري او د پنځه زره کلن تاریخ په لرلو سره خورا مهم لرغوني او تاریخي اثار لري، نو ویلای شو چې د دښمن دا کړنه او دا ډول احمقانه عمل پرته له دې چې د هېواد اقتصادي او عایداتي سرچینې په زیان وي،بل څه نه دي.

په پایله کې باید ووایو چې په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو برید له بهرنیانو او ګرځندویانو سره د دښمنۍ په موخه نه، بلکې له افغانستان او د دې خاورې د خلکو له شتمنیو سره ښکاره دښمني ده چې هېڅ توجیه نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .