AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶ ۱۶:۰۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85478279
T T
۰ Persons
په تهران کې د سږ کال د کتابونو نندارتون ته افغان خپرندویان ورسېدل؟

کابل- ایرنا- د افغانستان د خپرندویه ټولنو رییس د تهران په نړیوال کتاب میله کې د میلمنو په توګه د پنځو افغان خپرونکو او کتاب پلورونکو د شتون خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ تهران کې د کتاب پنځه دېرشم نړیوال نندارتون چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه د بېلا بېلو هېوادونو د ۲۴۰۰ ناشرانو له خوا د ۱۰ ورځو لپاره د (غوايي له ۱۹ مې تر ۲۹ پورې) تهران کې پرانستل شو، چې د افغانستان خپرندویان هم د دغه نړیوال نندارتون مېلمانه و او خپل آثار یې نندارې ته وړاندې کړل.

سږ کال ځینو خبرونو د افغان خپرونکو د نه حاضرېدو خبر ورکړ؛ د ایرنا خبریال د دغه خبر د جزئیاتو د معلومولو لپاره د افغانستان د خپرونکو د ټولنې مشر سید احمد سعید ته ورغی او له هغه یې د خپلو همکارانو د شتون په اړه پوښتنه وکړه.

په همدې تړاو د افغانستان د خپرونکو ټولنې مشر سید احمد سعید نن چهارشنبې د غوايي  ۲۶ مه په کابل کې د ایرنا خبری اژانس له خبریال سره د خبرو په ترڅ کې وویل: د افغانستان د خپرونکو اټولنې تل هڅه کړې چې په ملی او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړی، د کتابونو او کتابتونونو په نندارتون کې غوښتنه شوې وه چې د تهران په نړیوال کتاب میله کې د افغانستان د خپرونکي هم حضور ولري او په دغه نندارتون کې افغاني کتابونه نندارې ته وړاندې کړي، خو له بده مرغه موږ ګډون ونه شو کړای.

د افغانستان د خپرونکو ټولنې مشر څرګنده کړه: د افغانستان د بیهقی او عامه کتابتون له دوو خپرونکو څخه درې تنه چې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت پورې اړه لری، د تهران په نړیوال کتاب میله کې د میلمنو په توګه ګډون وکړ نه د خپرونکو په توګه. 

سعید دې ته په اشارې سره چې چا په دې برخه کې بې تفاوته ښودلې، آیا فرهنګي اورګان نه دي توانېدلي چې په دې برخه کې ښه زمینه برابره کړي، ایا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې برخه کې نیمګړتیا لري؟ زه په دقیق ډول نه پوهیږم چې د افغانستان د خپرونکو اتحادیې په ادرس کوم لیک او بلنه موږ ته له هېڅ لوري نه ده رسېدلې.

د افغانستان د خپرونکو د ټولنې مشر څرګنده کړه: له نندارتون څخه یوه اونۍ مخکې موږ خبر شو چې ایران ته د کتاب د لېږد لپاره وخت ډېر کم دی او د یوه خپرونکي په توګه به په دغه ستر نندارتون کې ګډون وکړم، له همدې امله، د هېواد دوه خپرونکي به د میلمنو په توګه ګډون وکړ.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې داسې راپورونه شته چې حکومت په دې لاره کې خنډونه جوړ کړي، سعید وویل: زه نه پوهېږم چې موږ دا متل لرو چې وايي «څه غنم لانده و او څه ژرنده پڅه وه» یا د اتش کلتوري په برخه کې تېروتنې وې، چې وروسته یې خبر ورکړ او یا هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې برخه کې بې غوري وکړه چې ویې نه شوای کولی پر وخت دغه موضوع وڅاري او زمینه برابره کړي، زه نه پوهېږم خو له فرهنګي آتشې څخه مخکې لیک راغلی و خو دا ځل مو کوم لیک تر لاسه نه کړ.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د کلتور، کتابونو او کتابتونونو له نظره په نړۍ کې لوړ مقام لري زیاته کړه: که چیرې خپرونکو په دغه نندارتون کې ګډون کړی وای، نو بې له شکه به د دغه ستر نندارتون له محتوا څخه ګټه پورته کړی وای. 

سعید څرګنده کړه: په دې نندارتون کې په ګډون سره افغان ناشران کولای شي نوي کتابونه واخلي، له نویو کتابونو سره اشنا شي او افغاني کتابونه د ایران په بازار کې وړاندې کړي، تر څو لږ تر لږه د ایران خلک په دې پوه شي چې زموږ ګاونډی هېواد هم یو شمېر ناشران او کتاب پلورونکي لري، چې له بده مرغه موږ د دې نندارتون له ګټو څخه محروم شو.

په ورته وخت کې په تهران کې د افغانستان سفارت لومړی منشي او مشر ویلي چې د تهران په نړیوال کتاب نندارتون کې د افغان خپرونکو له حضور سره د اسلامي امارت د مخالفت په اړه ځینې منفي ادعاوې او راپورونه خپاره شوي چې موږ یې ردوو.
هغه زیاته کړه، د تهران په ۳۵ کتاب نندارتون کې د افغان خپرونکو د کم حضور لامل د بلنې ناوخته راتګ و، خو راتلونکی کال د خپرونکو د زیات حضور لپاره پلان لرو.

د ایرنا د خبر له مخې په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر خپرونکي او تر ۵۵۰ ډېر کتاب پلورونکي شته چې ۵۰ سلنه یې په مرکز او ۵۰ سلنه یې په ولایتونو کې د فرهنګي خدمتونو په وړاندې کولو، چاپ او کتاب خپرولو بوخت دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .