AP ۱۴۰۳ غویی ۲۴ ۱۵:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85475603
T T
۰ Persons
امریکايي محصلینو د ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د پوهنتون تر ټولو پراخه لاریون وړاندې کړ

کابل- ایرنا- لوېدیځ شنوونکي او رسنۍ ټینګار کوي، چې غزه کې د جګړې اوږدوالي او د اسرائیلو د بریدونو دوام نه یوازې له صهیونیستي رژیم سره هدف ته په رسېدو کې مرسته ونه کړه، بلکې له ځان سره یې د فلسطینیانو په اړه د عامه افکارو پیستون او حماس د لا محبویت سبب شو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د نړۍ عامه افکارو په څه د پاسه اوو میاشتو کې چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم د پراخو بریدونو له پیل څخه تېرې شوی دی مختلف غبرګونونه ښودلي دي.

که څه هم له اروپا او امریکا څخه نیولې تر ختیځې اسیا پورې د نړۍ په هېوادونو کې پراخ لاریونونه او غونډې وشوې، خو ځینې دغه مظاهرې بې سارې وې، خو په لوېدیځ کې د وروستیو څو اونیو پرمختګونو د رسنیو پراخ پام وراړولی او د غزې لپاره په عامه افکارو کې د ملاتړ نوې ځواکمنې څپې په ټولنه نړۍ کې راټوکولې دي.

دا ځل د پوهنتون محصلینو د صهیونیسټي رژیم د تېریو د دوام او د دغه رژیم د ترټولو مهم ملاتړي په توګه د امریکا د حکومت د بې کفایتۍ په خلاف لاریونونه وکړل.

دا نوې بڼه چې د امریکا په تعلیمي مرکزونو کې پیل شوې، د نورو لاریونونو په پرتله د خلکو نظرونه او د نړۍ د رسنیو پام ځانته راواړوه او تل ابیب یې د پخوا په پرتله جلا کړ.

پر دې سربېره په امريکا او اروپايي ښارونو کې له لاريون کوونکو محصلينو سره د پوليسو چلند هم د بشري حقونو، نسل وژنې او داسې نورو په اړه د لوېديځ دوه ګوني معيارونه په ډاګه کړل.

پر دې سربېره روښانه شوه چې د لوېدیځ په سیاسي ارګان کې د صهیونیستانو د لابۍ تر کومې کچې نفوذ دی، په دې ډول چې دوی په اسانۍ سره د بشری حقونو په اړه ټولې ښي اړخې ادعاوې له پامه غورځوي.

په همدې حال کې هغه دولتونه چې د لوېدیځ دعوه کوي په خپلو تش په نامه دښمنو هېوادونو باندې بریدونه کوي او ټولې رسنۍ او نړیوال سازمانونه یې د هغو پیښو لپاره راټول کړي چې د غزې له ناورینونو څخه په زرګونو چنده کم دي.

خو د غزې او فلسطین په قضیه کې د څه باندې ۳۵ زره کسانو شهادت چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، اهمیت نه ورکول کېږي او د صهیونیسټي ضد تر پلمې لاندې د جنایتکارانو ملاتړ کېږي.

د لوېدیځو رسنیو د رپوټونو له مخې د محصلینو دغو لاریونونو او په تېره بیا د حکومتونو او پولیسو چلند نه یوازې له صهیونیسټ رژیم نه پاک نه شو، بلکې دغه اعتراضونه اوس د نړۍ د مختلفو براعظمونو په مختلفو پوهنتونونو کې پراخ شوي دي.

د لاریون کوونکو د اهدافو او غوښتنو بدلول

یورو نیوز لیکلي: په داسې حال کې چې د لاریون د حق په اړه د بحثونو قطبي کېدل، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه او د یهودیت ضد تورونه په ډېرېدو دي، په تېرو دوو اونیو کې د امریکا په پوهنتونونو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

په دغو لاریونونو کې محصلینو غوښتل چې له اسرائیلو سره د تعلیمي مرکزونو اړیکې پرې کړي.

داسې ښکاري څومره چې دا لاریونونه پراخیږي، د اسراییلو پر ضد د محصلینو غوښتنې هم زیاتېېږي، په لومړي سر کې د محصلینو اکثرو اعتراضونو د خپلو پوهنتونونو له چارواکو وغوښتل چې له هغو شرکتونو سره چې د اسرایلو او د غزې د جګړې ملاتړ کوي، همکاري پای ته ورسوي، خو ورو ورو د صهیونزم سره د مقابلې او له انتفاضې څخه د ملاتړ او ان د یوه فلسطیني دولت د جوړولو مسلې هم د محصلینو په شعارونو او غوښتنو کې ورزیاتې شوې دي.

په دې اړه «پولیټیکو» مجلې لیکلي چې په امریکا کې په شاوخوا ۵۰ پوهنځیو کې اعتراضونه د ۲۰۰۰ محصلینو د نیولو او حتی د ځینو د فراغت د بهیر د بندیدو لامل شوی دی.

دغه راپورونو د اسرایلو د جنګي جنایتونو په وړاندې وروستي لاریونونه له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې تر اوسه د پوهنتون تر ټولو پراخه ناکراري ګڼلې او زیاته کړې یې ده: په تېرو دوو اونیو کې په انګړونو کې اعتراضونه زور اخیستی او فلسطین پلوو محصلینو په عامه ځایونو کې خیمې درولې او دا لاریونونه له 30 ډیرو پوهنتون کې د پولیسو سره په شخړو اوښتي دي.

دغه امریکايي خپرونه وايي، دی له خپلو خبریالانو سره پوهنتونونو ته تللی او په دغو لاریونونو کې یې له ګڼو محصلینو فعالانو سره خبرې کړې دي.

د دغې سروې له مخې د امریکا د ۱۳ مختلفو کالجونو او پوهنتونونو د علمي مجلو مدیرانو په تېرو اوو میاشتو کې له فلسطینیانو د ملاتړ د زیاتولو بهیر په مختلفو طریقو سره بیان کړی دی.

که څه هم دغې خپرونې هڅه کړې چې یادې پېښې په پوهنتون کې د یهودانو پر ضد د تاوتریخوالي او یهودو ځپنې له زیاتوالي سره تړاو ورکړي، خو د راپور په متن کې چې له لسګونو محصلینو سره مرکې شوې، ټولو په دې ټینګار کړی چې د یهودانو پر ضد چلند نه کوي، یوازې په دې پوهنتون کې د ځینو یهودانو څخه شیان اورېدلي دي.

د مینیسوټا پوهنتون څخه الیکس سټیل څرګنده کړې: د یهودیت ضد شکایتونه په لاریونونو کې نه واقع کېږي، بلکې د هغو پوسټرونو په پلمه بینانېږي، چې «انتفاضه، انقلاب او وسله واله مبارزه ده» یا القسام زموږ ویاړ دی.

د نیویارک پوهنتون محصله ماناسه ګاداوالي هم په دې باور ده چې د فلسطین ملاتړ یوازې تر نن ورځې پورې محدود نه دی، بلکې محصلین له څو میاشتو راهیسې د فلسطین پلوي وو، خو اوس یې ملاتړ د پوهنتون تر ودانۍ او لاریونونو پورې غځول شوی دی.

د میشیګان پوهنتون محصل ژان یامین هم په دې باور دی چې د میشیګان په پوهنتون کې د فلسطینیانو او اسراییلو ملاتړي مساوي نه دي او دا چې د غزې ملاتړي عموماً د اسراییلو پلوي مظاهرو یا لاریونونو په پرتله لوی دي، خو رسنۍ هڅه کوي چې دواړه لوري مساوي وښيي.

د نیویارک د ښاري کالج څخه لیون اورلو سالیوان هم وايي: په وروستیو ورځو کې د لاریونونو په وړاندې د پولیسو او چارواکو عکس العمل دومره نامناسب و چې ممکن ځینې خلک د فلسطین پلوي شي او د لاریون په جریان کې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه کې د اسراییلو د کړنو مخالفت وکړي. 

د اموري پوهنتون یوه محصله صوفیا پیسر هم په دې باور ده چې ځینې خلک د محصلینو لاریون د یهودیت ضد بولي، ځکه چې دوی د انتفاضې په ملاتړ شعارونه ورکوي، لکه یواځینۍ حل لاره، انتفاضه انقلاب یا صهیونیسټان باید ووځي.

هغه ټینګار وکړ چې ان له یهودانو څخه هم جدي غوښتنه شته چې د یهودانو او صهیونیسټانو ترمنځ باید توپیر وشي.

له اسرائیلو سره د اړیکې شرم

«کارنګي» فکري بنسټ هم په دې اړه لیکلي: په داسې حال کې چې په امریکا کې محصلین غزه کې د وحشيانه اقداماتو پر ضد لاریونونو ته دوام ورکوي او اسراییل په غزه کې د ځمکې د پراخې تباهۍ له لارې د هغوی ژوند ناشونی کوي، د فلسطینیانو کړاوونه په سختو ټکو کې د امریکایي ځوان نسل لپاره یو مهم اخلاقي مسله ده؛ دوی د اسراییلو د تاوتریخوالی دوام نشي زغملی.

دغه امریکايي فکري مرکز ویلي اسراییل غوښتل غزه کې خپل غچ د نه هېروي په کچه وي تر څو فلسطینیان به بیا د اکتوبر د اوومې په څېر د برید په اړه فکر ونه کړي، خو دا سیاست برعکس مهمې پایلې لري.

لکه څنګه چې اسراییل په غزه کې په بې رحمانه توګه بمبارۍ ته دوام ورکوي، د اسراییلو ملګرتیا د امریکایي ادارو لپاره د شرم وړ کیږي.، د کولمبیا پوهنتون یو له دې ادارو څخه دی چې د اپریل له 29 راهیسې د تاوتریخوالي سره مخ دی.

د دغه فکري مرکز په وینا، د اسرائیلو د اقداماتو دویمه پایله دا ده چې په غزې باندې د اسرائیلو برید چې څومره شدید او اوږدېږي، هومره په نړۍ کې د حماس محبوبیت زیاتېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .