کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه د غوايي ۲۴ د اوزبیکستان جمهوریت د ترانسپورت وزیر الهام مخموف په مشرۍ پلاوي سره د یاد وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د لیدنې خبر وکړ.
د خبرپاڼې له مخې دغه ناسته، چې په حيرتان ښار کې د دواړو لورو ترمنځ د وروستۍ ناستې د دوام په ترسره شوه، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ترانزيټ او پانګونې د اړيکو د ټينګښت او پراختيا په تاشکند کې د سوداګریزو اړیکو کنفرانس، دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې، په تاشکند کې د افغان تولیداتو او محصولاتو نندارتون او بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
د ټرانس-افغان ریل پټلۍ، د جون له لومړۍ نیټې څخه په حيرتان ښارګوټي کې د ۲۴ ساعته بندر خدمتونه، د بار وړونکو موټرو د تادياتو يووالي، د هېواد د نفتو او ګازو د استخراج په سکټور کې پانګونه، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د ويزو د ورکړې اسانتيا، د ازادې سوداګرۍ د زون جوړول، په ناياب اباد سيمه کې د لوژستيکي مرکز جوړول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټي اسانتياوو د پراختيا لپاره د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کول يو له هغو نورو شرطونو څخه وو، چې بحث پرې وشو.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست د اوزبیکستان جمهوریت د پلاوي له باور څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې افغانستان له اوزبیکستان جمهوریت سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته چمتو دی.
عزيزي زياته کړه: له دې امله چې د دواړو هېوادونو توليدات په نسبي ډول سره يو شان دي، نو پکار ده چې په منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او نورو هېوادونو کې د نويو بازارونو د موندلو لپاره په ګډه کار وکړو.
په دې کتنه کې اوزبیکستاني لوري هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او پياوړتيا لپاره خپل چمتووالى څرګند او اعلان يې وکړ چې د دواړو هېوادونو د پلاويو ترمنځ د حيرتان په ښارګوټي کې د وروستۍ ناستې په پايله کې د اوزبیکستان جمهوريت په ۲۰۲۴ کال کې د همکارۍ د ښه کولو لپاره د ټرانزیټ په برخه کې کابو ۴۰ ملیونونه ډالره تخفیف په پام کې نیولی دی.
د پیغام پای/
Your Comment