AP ۱۴۰۳ غویی ۲۴ ۹:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85475042
T T
۰ Persons
حنفي: اسلامي امارت په هر اړخیز ډول د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال وايي، د افغانستان اسلامي امارت په هر اړخیزه توګه د افغانستان د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست  دولت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې د غوايي ۲۴ مه د صنایعو اوونۍ د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د حکومت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وینا خپره کړې ده.

د حکومت اداري مرستيال د دغه نندارتون جوړېدل د ځانګړي اهميت په څرګندولو سره وويل: د صنعت وده د يوه هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ځانګړى او مهم ځاى لري او دا د نورو اقتصادي سکتورونه په ځانګړې توګه کرنې د پرمختګ لپاره ګټور دی.

حنفي څرګنده کړه: په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د کابل په پلچرخي سیمه کې د لومړي صنعتي پارک په جوړېدو سره صنعتي فعالیتونه په منظم او عصري ډول پیل شول، چې له هغې وروسته افغانستان د بیلابیلو اقتصادي سیاستونو تجربه وکړه او له بده مرغه دغه کار نه یوازې دا چې د دې سکتور مرسته یې ونه کړه، بلکې د صنعت او صنعتکارانو لپاره یې ډیرې ننګونې رامنځته کړې.

هغه زیاته کړه: اوس مهال د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ټولو داخلي او بهرنیو شرکتونو په بېلابېلو صنعتي او تولیدي برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او زرګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د ریاست الوزار اداري مرستيال څرګنده کړه: د صنعت سکتور په ناخالص ملي توليد يا جي ډي پي کې مهم رول لوبوي او د صنعت پياوړتيا هم په هېواد کې د کارموندنې په برخه کې مهمه ده.

دغه دولتي چارواکي څرګنده کړه: د يوه هېواد د صنعت لپاره ډېره مهمه ده چې د کيفيت او بيې له پلوه په بازار کې د سيالۍ وړتيا ولري، نو د صنعت د ودې لپاره مناسب کاري چاپېريال، نويو ساينسي تکنالوژۍ ته لاسرسى، نوښت، او متخصص کاري ځواک مهم دی.

حنفي ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل کورني صنعت او تولید بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې به ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال په تېرو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د مالیاتو معافیت ته اشاره وکړه ویې ویل: اسلامي امارت د صنعت په برخه کې هم کوټلي ګامونه پورته کړي او انشاالله په راتلونکي کې به هم هر ډول اسانتیاوې رامنځته او د افغانستان د صنعت د پياوړتيا او اقتصادي ودې لپاره به د ملت، سوداګرو او صنايعو لپاره زمينه برابره شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .