AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲ ۱۴:۰۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85473144
T T
۰ Persons
اسلامي امارت دوه وزارتونو ته دنده سپارلې چې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان اسلامي امارت له پېښو سره د مبارزې او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو او ولایتي مامورینو ته دنده سپارلې ده، چې د خلکو د بېړنۍ ژغورنې، د شهیدانو د راایستلو، د ټپیانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او توان څخه کار واخلي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې د غوايي ۲۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: په خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله زموږ یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، یو شمېر کورونه نړېدلي او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د دغې غمجنې پېښې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي او د ټپیانو له کورنیو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي د شهیدانو او زخمیانو او د کورنیو چارو وزارت او همدارنګه د ولایت مقام ته لارښوونه کیږي چې د خلکو د ژغورلو، د شهیدانو د را ایستلو او د ټپیانو د درملنې لپاره ژر تر ژره خپلې ټولې وسې په کار واچوي.

د افغانستان سرپرست دولت له هېوادوالو وغوښتل چې د دې طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرسته وکړي او له سېلاب ځپلو سره چې په یې په توان کې وي مرستې وکړي او اسلامي امارت به له ټولو شته امکاناتو په استفادې د خپلو خلکو خدمت کوي.

د ایرنا د خبر له مخې په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې د سېلابونو له امله له ۱۵۰ زیات کسان مړه او ژوبل شول، د استوګنې په سلګونو کورونه ویجاړ او په لسګونو څاروی هم له منځه تللي دي.

دغه راز په بدخشان، غور او هرات ولايتونو کې هم د سختو بارانونو او راوتلو سېلابونو له امله د استوګنې سلګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .