په مرکز او ولایتونو کې به د تلسیمیا ناروغۍ د تشخیص لپاره مجهز لابراتوارونه جوړ شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د تلسیمیا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: دغه وزارت به له همکارو بنسټونو سره په همکارۍ په کابل او هیواد په نورو ولایتونو کې د تلسیمیا د تشخیص لپاره مجهز لابراتوارونه جوړ کړي. 

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه د تلسیمیا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: د دغه وزارت رهبري هڅه کوي د هغو ناروغانو لپاره چې د وینې د کمښت په ناروغۍ اخته وي، روغتیایي تدابیر وړاندې کړي.

هغه وویل، دغه وزارت به د همکارو بنسټونو په همکارۍ په مرکز او ولایتونو کې د تلسیمیا ناروغۍ د مخنیوي لپاره معیاري لابراتوارونه او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د باکیفیته درملو او معیاري درملنې ته د اسانتیاوو د برابرولو او لاسرسي په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي، ترڅو د ناروغانو ستونزې په ښه توګه حل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .