AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰ ۱۶:۳۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85471457
T T
۰ Persons
په تېره یوه میاشت کې د ریل پټلۍ له لارې له ۳۵۲ زره ټنه زیات توکي لېږدول شوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ریل پټلۍ ادارې په تېره یوه میاشت کې د ریل پټلیو له لارې د ۳۵۲ زره ټڼه څخه زیاتو توکو د لېږد خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې مسوولینو نن پنشنبې د غوايي ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په وري میاشت کې ۳۵۲ زره او ۹۴۰ مترک ټنه سوداګریز توکي چې زیاته یې وچه مېوه، د انارو جوس او د تالک ډبرې دي صادر او ترانزیټ شوي دي.

د چارواکو په خبره، ۲۶۸ زره ټنه د حيرتان رېل پټلۍ له لارې، ۳۹ زره ۷۰۳ ټنه د اقينې اوسپنې پټلۍ له لارې، ۴۳ زره ۱۱ ټنه د تورغنډۍ رېل پټلۍ له لارې، ۱ زره ۲۹۰ ټنه د خواف- هرات د اورګاډي له لارې، په ټوليزه توګه ۳۵۲ او ۹۴۰ مټریک ټنه چې تېل، غیر تېل، معدنیات او نور توکي په کې شامل دي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .