کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه د هزاره قوم له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې استاد محمد اکبري، ډاکتر جعفر مهدوي، اسدالله سعادتي او محمد آصف فروغ په تېرو دریو کلونو کې د اسلامي امارت لاس ته راوڼې او پرمختګونه وستایل او له اسلامي نظام سره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یاد قوم مشرانو د دوی د حقوقي دوسیو او نورو ټولو ستونزو د حل غوښتنه وکړه ویې ویل: دوی د اسلامي نظام په عدالت باندې باوري دي او زیاته یې کړه، چې مذهبي او ژبني تعصوبونه، نفاق او قومي ټېکدارۍ او د قومونو تر منځ ټکر رامنځ ته کېدل پای ته رسېدلي او د یووالي لپاره کار کېږي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه لیدنه کې د هزاره قوم د مشرانو څخه د مننې تر څنګ و ویل، چې په اسلامي نظام کې هېڅ ډول تبعیض، تعصب او قوم پالنه ځای نه لري، بلکې موخه خلکو ته د خدمت کول دي.
هغه همدا راز وویل: افغانستان او اسلامي نظام د ټولو افغانانو ملکیت دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې پر ټولو یو شان عدالت پلی کېږي، په اسلامي امارت کې هېڅوک نه شي کولای د بل چا حق تر پښو لاندې کړي او که د هر څوک د خپلو حقونو له لاسه ورکولو په اړه اندیښمن وي، محکمو ته مراجعه وکړي، ځکه چې محکمې په بشپړه خپلواکۍ سره خپل کار ترسره کوي.
د ریاست الوزار د دفتر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ: په افغانستان کې قومي، سمتي، ژبني تعصب او نفاق ته هېڅ ځای نشته، ټول افغانان باید د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او هوساینې لپاره په ګډه کار وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment