کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ یکشنبې د غوايي ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
دیمیتري ژیرنوف په دغه لیدنه کې و ویل، چې روسیه له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو ده او غواړيي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې لا پراخه او پیاوړې شي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت او روسیې دوه اړخیزه همکاري کولی شي په سیمه او افغانستان کې د ثبات او اقتصادي غوړېدا سره مرسته وکړي.
دیمیتري ژیرنوف د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د روسیې د مثبتو نظرونو په یادولو سره وویل چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظریاتو ته ارزښت ورکوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نوموړي د ریاست الوزار سياسي مرستيال ته هم د تاتارستان په کازان ښار کې په نړيواله غونډه کې د ګډون بلنه او د دې غونډې په اړه يې معلومات ورکړل.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې کتنه کې د اسلامي امارت د سياسي چارو مرستيال مولوي عبدالکبير له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د روسيې د همکاريو او مرستو قدرداني وکړه ويې ويل چې د کابل او مسکو اړيکې د دواړو لورو په ګټه دي او په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب کېږي.
مولوي عبدالکبیر د کازان تاتارستان نړیوالې غونډې ته د روسیې د حکومت د رسمي بلنې قدرداني وکړه، د دواړو هېوادونو اړیکې یې مهمې، دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې هم وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment