AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰ ۱۶:۰۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85460964
T T
۰ Persons

د هرات- غور د سړک جوړولو پروژه پرانستل شوه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰ ۱۶:۰۲
News ID: 85460964
د هرات- غور د سړک جوړولو پروژه پرانستل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د هېواد لوېدیځو ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات- غور د سړک جوړولو پروژه پرانیسته.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د رسنیو دفتر نن دوشنبې د غوايي ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال نن د هرات- غور سړک جوړولو پروژې پرانسته وکړه.

ملا برادر د دغه سړک د پرانېستې په مراسمو کې وویل: د ترانسپورت سکتور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي او د همدې اهمیت په پام کې نیولو سره اسلامي امارت دا سکتور په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړی چې په اړه یې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره منظمې ناستې دوام لري.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال زیاته کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره د لویې لارې د بیارغونې کار په حقیقت کې پیل شو، چې یو بېلګه یې نن د هرات – غور سړک پرانیسته ده او دغه سړک به بامیان، دایکندي او وردګ ولایتونه د ځمکې له لارې له کابل سره وصل ونښلوي.

ملا برادر زياته کړه: د دغه ترانسپورتي دهلېز په لاره کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم شته، چې بشپړېدل به يې د سوداګرۍ او سيمه ييزې ترانزيت په پراختيا کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي د غور خلکو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت هڅه کوي په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پیل کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .