کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان مرکزي بانک نن پنشنبې د غوايي ۶ مه په خپله رسمي پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره د مرکزي بانک د سرپرست هدایت الله بدري د لیدو خبر ورکړی دی.
په خبر خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د سرچینې په وینا د افغانستان بانک سرپرست هدايت الله بدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي او سوداګريزو همکاريو پراختيا ارزښتناکه وبلله زیاته یې کړه، په دې برخه کې هر هغه څه چې اړتيا وي د شته قوانينو او مقرراتو په چوکاټ کې به همکاري وکړي.
نوموړي و ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسبو بانکي همکاريو شتون د سوداګرو لپاره اسانتياوې برابروي، ځکه د افغانستان بانک ژمن دى چې په هېواد کې د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له نړيوالو معيارونو سره برابرې اسانتياوې برابرې کړي.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې په دې وروستيو کې د افغانستان او ايران ترمنځ اقتصادي او بانکي اړيکې ښې شوې او د سوداګريزو توکو د وارداتو او صادراتو کچه هم د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده.
د پيغام پای/
Your Comment