AP ۱۴۰۳ غویی ۱ ۲۰:۲۸
Journalist ID: 5513
News ID: 85450828
T T
۰ Persons
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې له ۲۰ زره زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې له ۲۰ زره زیاتو داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو کولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن د غوايي اوله په یوه خبرباڼه کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې له ۲۰ زره زیاتو داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د دغه وزارت د ادارو له خوا مرسته شوې ده.

د چارواکو په وینا د دغه وزارت د دیمو څانګو له خوا، په ننګرهار، تخار، سرپل، بامیان، هرات، فاریاب، لوګر، غور، پکتیکا، اروزګان، بلخ، کندهار، کندوز، وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، فراه، غزني، سمنګان او لغمان ولایتونو کې له ۲۱ زره او ۵۲۱ داخلي بې ځایه شویو، بې سرپرسته، معلولو، معیوبو، یتیمانونو او ګونډو سره د ملګروملتونو له خوا مرسته شوې ده.

دی وايي، په مرسته شویو موادو کې خوراکي توکي، روغتیايي، توکي، خیمې، ترپالونه، بخارۍ، د اشپزخونې وسایل او نغدې پیسې شاملې دي، چې د بنسټونو د استازو په حضور کې ورکړل شوې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .