په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پنشنبې د وري ۳۰مه په اېکس پاڼه لیکلي: د کوکنارو د کښتونو د اړولو د بهیر په دوام دا ځل د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې ۹۰ جریبه، د لغمان ولایت په الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې ۴۴ جریبه، په ننګرهار ولایت کې ۴۰ جریبه، په سرپل ولایت کې ۶ او په تخار کې ۱۷ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
د ایرنا د راپور له مخې د امریکا په مشرۍ د ناټو په مشرۍ د افغانستان له شل کلن اشغال سره دغه هیواد په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد شو.
د پیغام پای/
Your Comment