حنفي: اسلامي امارت د فساد له منځه وړلو او خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اوزبیک توکمه اداري مرستیال وايي، حنفي: اسلامي امارت د فساد له منځه وړلو او خلکو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې له یو شمېر اروپايي مېشتو افغانانو سره د دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې او خبرو اترو خبر ورکړی دی.

ویناوالو په هېواد کې د امنیت د تامین، د اداري فساد په ختمېدو، د نشه یي توکو پر مخنیوي، د لویو پرمختیايي پروژو په تطبیق او په بېلابېلو برخو کې د سرپرست دولت له لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه.

دوی زیاته کړه، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ډېر فرصتونه رامنځته شوي او ټول هېوادوال د ژوند او مالي امنیت څخه برخمن دي.

اروپا مېشتو افغانانو د پوهنې، روغتیا د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراختیا، په دفترونو کې د لا زیاتو مسلکي او متخصصینو د ګمارلو او له شته اقتصادي ظرفیتونو څخه د استفادې په برخو کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د سرپرست دولت اداري مرستیال وویل: په ټول هېواد کې د امنیت تامین، د اقتصادي ثبات ټینګښت او د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو څخه دریغ نه کوي. 

مولوي حنفي څرګنده کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د اسلامي امارت مسؤلین د اداري فساد د ختمولو او ټولو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي له ټولو افغان کدرونو او په بهر کې له مېشتو کارپوهانو وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او د دې هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .