کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت پېښو ته د رسېدو وزارت مسوولینو نن دوشنبې د وري ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د سمنګان ولایت د ټولګټو چارو ریاست سره په همغږۍ د سمنګان- بلخ لویې لارې د خلاصون کار پیل شوی دی.
د سمنګان- بلخ لویه لار چې د غره د ښویېدو او سېلابونو له امله د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوې د چارواکو په وینا، د پاکولو چارې یې له تېرې شپې راهیسې روانې دي.
د سمنګانو ولايت د ټولګټو چارو رييس وويل: دغه لاره د تېرې يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته له ٩ بجو څخه د تنګي صياد په دوو برخو کې د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
ده زياته کړه: د یاد وزارت تخنيکي ټيم د سمنګانو ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې له رياست سره په همغږۍ هلې ځلې کوي چې دغه لويه لاره له نيمې شپې څخه تر نن سهاره پورې د ترافيکو پرمخ خلاصه او پاکه کړي.
د ایرنا د خبر له مخې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د تېرو څو ورځو د پرله پسې بارانونو په پایله کې د دغه هېواد د څه د پاسه ۸۰۰ کیلومتره لویو لارو په بندیدو سربیره ۶۰ تنه مړه او ژوبل شول او څه د پاسه ۶۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
د پیغام پای/
Your Comment