AP ۱۴۰۳ وری ۲۷ ۱۰:۴۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85444993
T T
۰ Persons
د ایران عملیاتو د سیمې معادلې بدلې کړې/تل ابیب باید نور احمقانه نه وي

کابل- ایرنا- د ایران عملیات د سیمه ییزو معادلو د بدلولو یوه برخه وه او که تل ابیب خپل حماقت ته دوام ورکړي، دا عملیات به د یوې لویې جګړې پیلامه وي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د یمن د عالي سیاسي شورا منشي یاسر الحوري یکشنبې د وري ۲۶ مه د ایرنا د نړیوالې ډلې له خبریال سره په خبرو کې د یمن په حالاتو باندې د ایران اسلامي جمهوریت د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو اغیزو ته په اشارې سره وویل: ايران د نړۍ د هېوادونو په وړاندې اسرائيلو ته سزا وركړه.

د یمن د ستری سیاسي شورا د منشي په وینا د ایران اسلامی جمهوریت توغندويي او بې پیلوټه الوتکو عملیات وښودله چې صهیونیست رژیم یو جعلی رژیم دی او د امریکا له ملاتړ پرته به له منځه ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: د دغه ډول اقدام د ارزونې برخې یوازې مادي زیانونه نه دي، بلکې د غاصب رژیم او د هغه ملاتړو ته د رسېدو احساساتي، سیاسي او رسنیز زیانونه باید په پام کې ونیول شي.

الحوري وویل: د نړۍ د ټولو ملتونو د سترګو په وړاندې د دښمن په نښه کول او سزا ورکول او دا چې ملتونه د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو د الوتنې شاهدان وي او هدف ته د رسېدو تر وخته یې ورسره مل وي، یوه ریښتینې بریا او مهم بریالیتوب دی.

هغه څرګنده کړه: د الاقصی طوفان د عملیاتو په شان د ایران اسلامی جمهوریت په خپلو عملیاتو کې نوښت او ښودنه ثابته کړه چې د صهیونیستانو ضعیف رژیم یوازې د امریکې د ملاتړ په سیوری کې شتون لري او که نه وي صهیونیست رژیم او د امریکا د ځینو متحدو دولتونو په خیانت سره به په سیمه کې د پاتې کیدو توان ونه لري.
د یمن د سترې سیاسي شورا منشي وویل، که صهیونیست رژیم خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي دغه عملیات به د یوې سترې جګړې پیلامه وي.

هغه زیاته کړه: په دې سیمه کې معادلات نور د امریکا له خوا رامنځته شوي نه دي، په سیمه کې معادلې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیلېدو او له غزې څخه په ملاتړ کې د یمن د ګډون او د ایران اسلامی جمهوریت د غبرګون په وجه رامنځته شوي دي. په دمشق کې د هغو پر قونسلګرۍ برید هم د بدلون د بهیر یوه برخه ده.

د ایرنا د راپور پر اساس؛ د ایران اسلامی جمهوریت په غچ اخیستونکی اقدام کې د شنبه په ورځ د وري ۲۵ مه په اسرائیلو باندې بې ساری توغنديي او ډرون بریدونه وکړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .