کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د مخکنیي دولت د سولې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په خپله اېکس پاڼه لیکلي: اسرائیلو په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ برید له نړیوالو قوانینو، د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د معافیت له نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو دودونو څخه سرغړونه کړې ده.
عبدالله ټینګار وکړ چې د اسرائیلو له خوا په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو د وحشت دوام او د ماشومانو، ښځو، د نړیوالو موسسو د کارکوونکو، ډاکټرانو او مرستندویه کارکوونکو په نښه کول په سیمه ییزه او نړیواله کچه د کړکېچ اصلي لامل دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د ایران اسلامی جمهوریت د مذهبي، تاریخي او کلتوري مشترکاتو سره زموږ ګاونډی او د میلیونونو افغانانو کوربه دی.
د هغه په وينا، د ايران پر وړاندې د اسراييلو هر ډول اقدام او د تاوتريخوالي زياتېدل د افغانستان پر وضعيت مستقيم اغېز لري او د سيمې او نړۍ پر سولې او امنيت نا اټکلېدونکې بدې پایلې به ولري.
د پیغام پای/
Your Comment